بلوچستان کښې وسله والو دليويز يو اهلکار ووژلو

کوئټه: دقلات ضلعې په منګوچر ضلع کښې دجمعې په ورځ دتشدد دوه مختلفې پېښې مخې ته راغلي دي چې په سبب ئې دليويز يو اهلکار وژل شوے دے.
په وړومبۍ پېښه کښې په موټرسائيکل سورو نامعلومو وسله والو ډزې کړيدي چې له امله ئې دليويز يو اهلکار حق نواز په موقعه وژل شوے دے.
همدغه شان په يوه بله پېښه کښې رحيم اباد ته نزدې په يوه درنه چاودنه کښې قومي لوئې لارې زيان رسيدلے دے.
په دې وروستيو کښې په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کښې دتشدد په پېښو کښې اضافه راغلې ده، په بلوچستان کښې دتشدد دزياترو پېښو ذمه واري بلوڅ بيلتون خوښې ډلې مني خو دتشدد ددغو وروستيو پېښو ذمه واري تر دې مهاله کومې ډلې نۀ ده منلې.
What's Your Reaction?






