لکي مروت، په روان ګاډي ډزې، دوه تنه قتل

May 24, 2025 - 10:59
 0  0
لکي مروت، په روان ګاډي ډزې، دوه تنه قتل
Khyber Pakhtunkhwa Police

لکي مروت کښې په روان ګاډي ډزې شويدي چې له امله ئې  دوه تنه وژل شويدي

 دذريعو وينا ده چې دلکي مروت  اباخيل  کلي کښې  وسله والو په يو ګاډي ډزې  کړي دي چې له امله ئې يو تن ژوبل شوے هم دے، ګاډے داباخيل نه لکي مروت ښار ته روان ؤ چې په دې دوران په نخښه کړے شو.

دذريعو وينا ده چې   مړي اؤ يو ژوبل شوے تن  لکي مروت هسپتال ته منتقل کړے شويدي، په ډزو دوژل شوو کسانو پيژندګلو دامانت خان اؤ فرحان خان په نومونو سره شوې ده، همدغه شان فواد خان نومې تن ژوبل شوے هم دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي