پاکستان دابدالي ويپن سيسټم په نوم دميزائيل کاميابه تجربه وکړه

پېښور: پاکستان دخالي په ورځ دابدالي ويپن سيسټم يوه کاميابه تجربه کړې ده کوم چې دزمکې نه زمکې پورې وارکوونکے ميزائيل دے اؤ د٤٥٠ کلو ميټره پورې دخپل هدف دپه نخښه کولو اؤ ايټمي وسلو دوړلو صلاحيت لري. دا تجربه دمشق ايکس انډس برخه وه چې مقصد ئې دپاکستاني پوځونو دپېشه وارانه تيارۍ جاج اخستل او دميزائيل دجديد نيويګيشن سيسټم دځانګړتياوو کتنه کول وو.
دميډيا رپورټ ترمخه دتربيتي تجربې په موقعه کمانډر ارمي اسټريټجک فورسز کمانډ، اسټريټجک پلانز ډويژن او د ارمي اسټريټجک فورسز اعلي افسرانو ترڅنګ دپاکستان داسټريټجک ادارو سائنسدانان او انجنئيران هم موجود وو.
دپاکستان صدر اصف علي زرداري، وزيراعظم شهبازشريف، جوائنټ چيفس اف اسټاف کميټي او ددريواړو وسله والو پوځونو مشرانو په کاميابې تجربې کولو متعلقه فوځونو، سائنسدانانو او انجنئيرانو ته مبارکي ورکړې ده.
دوي دپاکستان داسټريټجک ځواکونو په پېشه وارانه تيارۍ او تکنيکي مهارت دمکمل اعتماد اظهار کړے اؤ وئيلي ئې دي چې پاکستان دهرقسمه جارحيت خلاف دموثره دفاع او قابل اعتماد لږ ترلږه دباور جوګه دفاع برقراره ساتلو لپاره پرعزم دے.
پاکستان ددې ميزائيل تجربه په داسې حال کښې کړې ده چې درقيب ګاونډي ملک هند سره په مقبوضه کشمير کښې دپلهوامه حملې وروسته تاؤتريخوالے عروج ته رسيدلے دے.
What's Your Reaction?






