دجنګ مسلط کولو دهر کوشش به فيصله ييز جواب ورکولا شي، دکورکمانډرانو کانفرنس

May 2, 2025 - 19:48
May 3, 2025 - 11:45
 0  9
دجنګ مسلط کولو دهر کوشش به فيصله ييز جواب ورکولا شي، دکورکمانډرانو کانفرنس
دجنګ مسلط کولو دهر کوشش به فيصله ييز جواب ورکولا شي، دکورکمانډرانو کانفرنس

پېښور: دپاک پوځ دسرلښکر جنرل سيد عاصم  منير په مشرۍ دکورکمانډرانو کانفرنس کې  دهند دجارحانه رويې او مقبوضه کشمير کې  په هندي ظلمونو دتشويش  اظهار شوى او دپاکستان دخپلواکۍ او علاقايي سالميت دبرقراره ساتلو دپوخ عزم تکرارولو سره ويل شويدي چې  دجنګ مسلط کولو دهر کوشش به فيصله ييز جواب ورکولا شي.

 دپاک پوځ دعامه اړيکو څانګې) ايي ايس پي ار)  له لوري دجاري کړل شوي بيان له مخې دپوځ دسرلښکر جنر سيد عاصم منير  په مشرۍ  دکورکمانډرانو ځانګړې غونډه ترسره شوې ده چې پکې دسيمې په موجوده حالاتو، پاک وهند تاوتريخوالي او علاقايي سلامتۍ غور شوى دى.

 په بيان کې ويل شويدي چې  فورم دپاکستان دوسله والو پوځونو دڅه قسمه  جارحيت  يا مهم  جويۍ  په ضد  دملک دخپلواکۍ  او علاقايي سالميت دپځايې ساتلو پخه اراده تکرار کړل شوېده.

 دايي ايس پي ار ترمخه  دپوځ سرلښکر  دوسله والو پوځونو  دپوخ پيشه وارانه مهارت، کلکې حوصلې  او پيشه وارانه تياريو ستاينه کړې او ويلي يې دي چې  دپاکستان پوځونه دوطن ددفاع لپاره  دخپل ولس سره په متحد کيدو سره ولاړ دي.

 جنرل سيد عاصم منير په ټولو محاذونو دبيدار اوسيدو او فعاله تياريو په اهميت زور راوړى دى او فورم دهند په غيرقانوني توګه قبضه کړل شوي  جمو او کشمير کې  په هندي ظلمونو دسخت تشويش اظهار کړى دى.

 دايي ايس پي ار ترمخه  فورم وويل په ځانګړې توګه دپهلګام پېښې وروسته هندي پوځونه  په کنټرول لاين  معصوم ولسي وګړي پرله پسې په نخښه کوي او تشويش يې څرګند کړى چې  دهندي پوځ غيرانساني او پارونکي فعاليتونه  دسيمې تاوتريخوالى سيوا کوي، دکوم چې به موثره او مناسب جواب ورکولى شي.

 دکانفرنس برخه والو دهند له لوري دسياسي او پوځي مقصدونو لپاره  په مستقله توګه  دځانه راجوړ کړل شوو خودساخته بحرانونو باندې دتشويش څرګندونه کړېده.

 په بيان کې ويل شويدي چې دغونډې برخه والو  دداخلي انتظامي ناکاميو پټولو لپاره  هند دوړاندې نه دټاکل شوي  طريقه کار  لاندې  داخلي مسايلو ته هميشه بهرنى رنګ ورکوي.

 دکانفرنس برخه والو ويلي دي چې پهلګام  داوسنۍ پېښې مقصد دپاکستان توجو دمغربي پولو  او اقتصادي  بحالۍ لپاره  دجاري کوششونو نه اړول دي  ځکه چې په دې دواړو عواملو کې پاکستان د  فيصله ييزې او پايداره  پرمختګ لوريته روان دى.

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي