پاکستان دوه هندي جنګي الوتکې دچينائي ساخته طيارو دلارې رانسکورې کړي دي، امريکائي چارواکي

دوه امريکايي چارواکو رائټرز ته وئيلي دي چې يو اعلى چينائي ساخته پاکستاني جنګي طيارې دشورو په ورځ کم از کم دوه هندي پوځي طيارې رانسکورې کړيدي، چې دا دبيجنګ دجديدې جنګي طيارې لپاره يو اهم سنګ ميل دے.
دهندي فضائيې ترجمان نه چې کله درائټرز ددې رپورټ په اړه پوښتنه وشوه نو هغه په دې اړه دتبصرې کولو نه انکار وکړو.
يو امريکائي اهلکار دنوم نۀ څرګندولو په شرط وئيلي دي چې ددې خبرې ډير ګمان دے چې پاکستان چينائي ساخته جے-١٠ طيارې دهندي جنګي طيارو په فضد دفضاء نه فضاء کښې دوار کوونکو ميزائيلولو چلولو لپاره استعمال کړي او لږ ترلږه دوه الوتکې ئې رانسکورې کړيدي.
يو بل چارواکي ووئيل چې رانسکوره کړے شوې کم از کم يوه هندي طياره فرانسيسي ساخته رافيل جنګي طياره وه.
دواړو چارواکي وئيلي، دپاکستان ايف -١٦ طياره، چې لاک هيډ مارټن جوړه کړې وه، د(هندي) طيارو په رانسکورولو کښې نۀ ده کارول شوې.
نوي ډيلي دخپلې کومې طيارې نقصان نۀ دے تسليم کړے اؤ ددې پځائے ئې وئيلي دي چې دپاکستان دننه ئې دترهه ګرۍ دبنيادي ډهانچې خلاف کاميابې حملې کړي دي، دامريکې نه روس اؤ چين پورې عالمي طاقتونو دواړو ايټمي طاقتونو ته دپرامنه اوسيدو اپيل کړے دے.
په فرانس کښې درافيل جوړونکې کمپنۍ ډيسلټ ايوي ايويشن او ايم بي ډي اے کنسورشيئم، دعوامي رخصتۍ په موقعه تبصره نۀ ده کړې، رائټرز دشورو په ورځ دمقامي هندي چارواکو په حواله اطلاع ورکړې چې درې هندي طيارې راپريوتي، دا وړومبے مغربي تصديق دے چې دهندي طيارو په رانسکورولو کښې پاکستان چينائي ساخته جيټ طيارې استعمال کړي دي.
دپاکستان ددفاع وزير خواجه محمد اصف دزيارت په روځ رائټرز ته وئيلي چې جے-١٠ دفرانسيسي ساخته دريوو رافيل طيارو رانسکورولو لپاره استعمال کړے شوي، دغه طيارې هند نوې ترلاسه کړې وې.
دپاکستان وينا ده چې په مجموعي توګه ئې دفضاء نه فضاء کښې دجنګ په دوران پينځه هندي طيارې رانسکورې کړي دي.
What's Your Reaction?






