خېبرپښتونخوا: مختلفو پېښو کښې دوه زنانه، ريټائرډ پوليس اهلکار اؤ قبائيلي مشر ووژل شول

د خېبرپښتونخوا په سوات، بنو اؤ جنوبي وزيرستان ضلعو کښې دتشدد په مختلفو پېښو کښې دوه زنانه، ريټائرډ پوليس اهلکار اؤ قبائيلي مشر وژل شوي دي.
په سوات ضلع کښې يو ورور په ډزو سره خپله خور وژلې ده.
دميډيا رپورټ ترمخه دغه پېښه دسوات دکبل تحصيل په نصرت سيمه کښې شوې ده، دپوليسو وينا ده چې په وخت کارروائي شوې ده اؤ قتل دقتل دالې سره نيول شوے دے.
بلخوا په سوات کښې يو خاوند خپله ميرمنه دچاړې په وارونو سره قتل کړې ده.
دپوليس ذريعو وينا ده چې دمټې سين پوړه سيمه کښې يو خاوند پرله پسې دچاړو په وارونو سره خپله ميرمنه وژلې ده.
دزنانه دقتل وجه کورنۍ شخړه ښودل شوې ده.
پوليسو دمقتولې دورور په رپورټ مقدمه درج کړې اؤ تفتيش ئې شروع کړے دے.
بلخوا په بنو ضلع کښې نامعلومو وسله والو دپوليسو يو ريټائرډ اهلکار وژلے دے.
دپوليس ذريعو وينا ده چې دبنو ممش خيل سيمه کښې وسله والو کسانو په ډزو دپوليسو ريټائرډ اهلکار حبيب الله شاه وژلے دے.
پوليسو دپېښې تفتيش شروع کړے دے.
ددې نه علاوه دخېبرپښتونخوا قبائيلي ضلعې جنوبي وزيرستان دشکۍ تحصيل په ژاوار سيمه کښې هم ترهه ګرو په ډزو سره قبائيلي مشر حاجي علي بات خان وژلے دے.
ذريعو وئيلي ديچې ترهه ګرو دوژل شوي قبائيلي مشر ورارۀ هم تښتولے دے.
What's Your Reaction?






