امنيتي حالاتو کښې دوړاندې نه بهتري راغلې ده ، ائي جي پي
بنو ايف سي لائنز اؤ ډيره اسماعيل خان ټريننګ سکول باندې ددهشت ګردو حملې ناکاموونکو پوليس ټيمونو په اعزاز کښې دستوره ترسره شوې ده، پخپله وينا کښې ائي جي پي ذوالفقار حميد وئيلي دي چې دبنو اؤ ډيره اسماعيل خان پوليس هره ورځ دډير جرائت اؤ بهادرۍ نوي داستانونه رقم کوي، آئي جي پي ذوالفقار حميد ووئيل چې په بنو ايف سي لائنز او ډيره اسماعيل خان کښې د پوليسو ټريننګ سکول باندې د ترهګرو بريدونه د پوليس افسرانو او جوانانو د زړورتيا او سرښندنې له امله ناکام شول، چې دا د پوليسو د ښه مسلکي تربيت، زړورتيا او مېړانې څرګند ثبوت دے. هغه ووئيل چې د بنو پوليسو د شپې په تياره کښې يوازې شلو منټو کښې فوری ردعمل وښودو او د يو ستر تاوان او بربادۍ مخه ئې ونيوله، چې د ټولنې له هر فرد نه ئې ستاينه ترلاسه کړه. آئي جي پي زياته کړه چې د ډيره اسماعيل خان د پوليسو د ټريننګ سکول د بريد پۀ شپه هم دے له افسرانو سره په مسلسل رابطه کښې و، او بيا د سحر وخت هلته لاړو، او د پوليسو د زړورتيا او بې مثاله کارکردګۍ ستاينه ئې وکړه. هغه وويل چې د خيبرپښتونخوا پوليس په عمومي توګه، او د جنوبي سيمو پوليس په ځانګړې توګه، په سختو حالاتو کښې خپل خپلې ذمه وارۍ ډېر پۀ ښه توګه تر سره کوي، او دا د وياړ خبره ده چې پوليسو هېڅکله د دفرائضو پۀ وخت شاتګ نه دے کړے، بلکې په مسلسل هڅو سره ئې پرمختګ کړے. آئي جي پي دا هم ووئيل چې د افسرانو او ځوانانو د مسلسل هڅو، بې مثاله زړورتيا او قربانيو له کبله، حالات اوس دوړاندې ډېر ښه شوي دي، او هغه افسران چې انعامونه ئې تر لاسه کړي دي، بايد همداسې په ګډه د ترهګرۍ دغه ناسور له بېخه وباسي. ده زياته کړه چې د خيبرپښتونخوا پوليس هغه زړورتيا او صداقت چې دندې پرې تر سره کوي، نه يوازې د خلقو اعتماد بېرته راژوندي کړے، بلکې د پوليسو د ادارې وقار هم لوړ شوے دے. آئي جي پي انعام اخيستونکو ته مبارکي ورکړه او هيله ئې څرګنده کړه چې هغوي به په همدغه جذبه او اخلاص سره راتلونکې کښې هم خپلې ذمه وارۍ ادا کوي، او صوبه به د امن يو مثال جوړ کړي. په دغه موقعه ايډيشنل آئي جي پيز، د اپرېشنز محمد علي باباخيل، د هيډکوارټرز احسن عباس، د انويسټېګېشن عالم شنواري، د آئي جي پي پرنسپل سټاف افسر عمران خان، او د ډايرکټر پبلک ريليشنز شهزاده کوکب فاروق هم موجود وو.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0