نوښار، دتعليمي ادارو دنجکارۍ خلاف دزده کوونکو احتجاج

Oct 4, 2025 - 15:52
 0  6
نوښار، دتعليمي  ادارو دنجکارۍ خلاف دزده کوونکو احتجاج

نوښار( وحدت خبريال)  په خېبرپښتونخوا کښې  دتعليمي  ادارو د مجوزه نجکارۍ خلاف  دګورنمنټ ډګريکالج پبو زده کوونکو احتجاج کړے دے،   په سلګونو پاريدلو مظاهرينو نوښار پېښور روډ بلاک کړے دے، دوي دکلاسونو نه هم مکمل بائيکاټ کړے دے،  مظاهرينو نعره بازي کړې ده اؤ دټائرونو په سوزولو سره ئې جي ټي روډ بلاک کړے دے، مظاهرينو ووئيل چې  تعليم به کاروبار جوړيدو ته پرې نۀ ږدو، دنجکارۍ په وجه به دغريبو زده کوونکو مستقبل متاثره شي، مونږ دصوبائي حکومت تعليم دشمنه اقدام نۀ منو اؤ کوټلے تحريک به چلوو. دوي  ووئيل چې حکومت دې  دتعليمي ادارودنجکارۍ فيصله واپس واخلي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي