دسي اين اين او بي بي سي دصحافيانو دهند په ضد دپاکستاني پوځ دپيشه وارانه کردار اعتراف اؤ ستائينه

پېښور: دامريکائي نشرياتي ادارې سي اين اين سره منسلک صحافي نک رابرټسن دبهارت لخوا دپاکستان مخې ته دپه ګونډو کيدو او جنګ بندۍ ته دراضي کيدو داستان اورولے دے.
امريکائي صحافي نک رابرټسن وئيلي دي چې دجارحيت داغاز نه ټولې دنيا دجنګ بندۍ مسلسل کوششونه کول خو هند ورته نۀ تياريدو.
نک رابرټسن ووئيل چې دبهارتي جارحيت په جواب کښې پاک فوج تيره شپه اپريشن شروع کړو دکوم په توران چې په هند سختې حملې وکړے شوې. دۀ ووئيل چې پاکستان نۀ صرف دبهارت دفاعي نظام مفلوج کړو بلکې دميزائيلونو باران ئې پرې وکړو چې ورسره هند دمذاکراتو ميز ته په راتللو مجبور وے دےز
دصحافي ترمخه دبهارت په اپيل دامريکې خارجه وزير دسعودي اؤ ترک چارواکو سره رابطه کړې ده اؤ په سفارتي طريقې سره ئې معامله حل کړې اؤ دغه شان جنګ بندي ممکن شوې ده.
اخوا دامريکائي ټي وي سي اين اين نه پس د برطانوي ټي وي بي بي سي صحافي هم دپاکستان په هند دفوځي برترۍ په اړه تبصره کړې ده. دبي بي سي دجنوبي ايشيا ريجنل ايډيټر اينبرسن اتهرجان وئيلي دي چې هند ته به دا خبره منل وي چې دپاکستان فضائي طاقت دهند نه سيوا دے. دۀ ووئيل چې هند دا دعوه کولے شي چې دوي دپاکستان دنيوکلئير اثاثو باوجود دپاکستان دننه حمله کړې ده. برطانوي صحافي وئيلي دي چې دبهارت لخوا پاکستان ته دنۀ راسرکيدونکي نقصان رسولو منصوبه ناکامه کړے شوې ده. دۀ ووئيل چې هند داربونو ډالرو وسله اخستې وه خو ددې باوجود هم دناکامۍ سره مخ شوے دے.
What's Your Reaction?






