خېبرپښتونخوا کښې ٣١ خوارج ووژل شول، ائي ايس پي ار
خيبر پښتونخوا کښې د امنيتي ځواکونو عملياتو کښې د خوارجو فتنې 31 ترهګر وژل شوي دي. د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو څانګې (ائي ايس پي ار) له مخې، د ستمبر پۀ 13مه او 14مه نيټه، خيبر پښتونخوا کښې د امنيتي ځواکونو په دوو بېلابېلو عملياتو کښې د هند پلوه ترهګرې ډلې "فتنه خوارج" 31 غړي وژل شوي دي. په لکي مروت ضلع کښې د خوارجو د موجودګۍ پۀ خبر د استخباراتي معلوماتو په اساس عمليات وشول، او په دغه عملياتو کښې امنيتي ځواکونو د ترهګرو پټنځايونه په مؤثره توګه په نښه کړل. د سختې نښتې وروسته، 14 د هند لخوا تمويلېدونکي خوارج دوزخ ته ولېږل شول. د پوځ وياند وائي چې بل ورته استخباراتي عمليات د بنو په ضلعې کښې ترسره شول، چې پکې نور 17 خوارج هم ووژل شول. ائي ايس پي ار زياتوي چې په سيمه کښې د صفايۍ عمليات روان دي تر څو که نور د هند ملاتړ لرونکي خوارج پاته وي، هغه هم له منځه يوړل شي. امنيتي ځواکونه د دې هوډ لري چې له هېواده د هند لخوا تمويلېدونکې ترهګري په بشپړه توګه له منځه يوسي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0