دوروستيو بارانونو اؤ سيلابونو په اړه دوزيراعلى په مشرۍ اجلاس

Sep 1, 2025 - 21:48
 0  1
دوروستيو بارانونو اؤ سيلابونو په اړه دوزيراعلى په مشرۍ اجلاس

پېښور( وحدت خبر)   د خيبر پښتونخوا وزيراعلي علي امين ګنډاپور په مشرۍ  دګل په ورځ د ويډيو لنک له لارې يوه غونډه وشوه، چې پکښې د وروستيو بارانونو او سېلابونو له امله متاثره سيمو کښې د مرستې او بيا رغونې د کارونو د پرمختګ تفصيلي جائزه واخيستل شوه.  په دغه غونډه کښې د وزيراعلي  دخزانې مشير مزمل اسلم، چيف سيکرټري  شهاب علي شاه، ايډيشنل چيف سيکرټري داخله محمد عابد مجيد، د ريليف سيکرټري، د پي ډي ايم اے ډي جي، او د متاثره ضلعو ډپټي کمشنرانو ګډون وکړو. غونډې ته د متاثره ضلعو د مرستې او بيا رغونې د تازه حالاتو په اړه بريفنګ ورکړل شو، او ووئيل شول چې له 411 مړو شوو کسانو څخه د 352 کسانو خپلوانو ته   دمعاوضو ادائيګي شوې ده . تر اوسه پورې د مړو شوو کسانو کورنيو ته 704 ميليونه روپۍ ورکړل شوي دي. همدا شان  له ۱۳۲ ژوبل شوو کسانو  نه  ۶۰ ته   معاوضې ورکړل شوي دي، او تر دې دمه ۳۰ ميليونه روپۍ ورکړل شوې دي. همداشان  ويل شوي چې په متاثره سيمو کښې د ټولو ورانو شوو شخصي ملکيتونو معلومات راغونډ شوي دي. له ۵۷۱ ورانو شوو کورونو څخه د ۳۶۷ مالکانو ته پيسې ورکړل شوې دي. له ۱۹۸۳ جزوي ورانو شوو کورونو څخه د ۱۰۹۴ کورونو خلکو ته هم  معاوضې ورکړل شوي دي. د کورونو د تاوان په مد کښې تر اوسه پورې ۵۹۵ ميليونه روپۍ ورکړل شوي، او پاتې پيسې به په راتلونکو يوه دوه ورځو کښې ورکړل شي. شرکاؤ ته وويل شول چې تر اوسه پورې متاثره کورنيو ته ۲۹۶۳۱ د خوراک پيکيجونو پيسې ورکړل شوي دي. وزيراعلي هدايت وکړو چې پاتې   معاوضې دې  زر تر زره ورکړل شي او له دې سره سم د بيا رغونې کارونه دې  پيل شي. ده وويل چې ټولې تيارۍ دې پوره وساتل شي. وزيراعلي دا هم وويل چې د سېلاب له امله د ټولو متاثره سرکاري انفراسټرکچر معلومات  دې  زر تر زره راغونډ شي او ډپټي کمشنران دې د رغونې کارونه خپله څاري.   ده زياته کړه چې د راتلونکو تاوانونو مخنيوي لپاره به د سيندونو او اوبو لارو د خټو پاکولو (ډي سلټنګ) او د حفاظتي بندونو جوړولو لپاره يو لوئې منصوبه شروع کېږي. ډپټي کمشنران دې په خپلو ضلعو کښې ترجيحات وټاکي. د دې عملي کولو لپاره دې د تېرو ۴۰ کالو د اوبو د سطحې معلومات راغونډ شي، او د دې پۀ بنياد  دې  پلان جوړ شي. وزيراعلي دا هم ووئيل چې ټول ډپټي کمشنران دې د اوبو لارو او نالو شاوخوا ناجائز تجاوزات لرې کړي، نوټسونه دې جاري شي او بيا دې بې  دفرق نه عمليات وشي. وزيراعلي ووئيل چې د ورانو شوو سکولونو او د صحت مرکزونو لپاره دې د پري فېب سټرکچرز لپاره تياري وشي، او د سېلاب ځپلو سيمو کښې د وباګانو د مخنيوي لپاره  دې   اقدامات وشي. ده زياته کړه چې په وروستيو سېلابونو کښې سول انتظاميې ښه کار کړے، او د بيا رغونې په مرحله کښې هم دا ډول کار ته ضرورت دے. زمونږ انتظاميې د بيړني حالت پر مهال ښه رسپانس ورکړے، چې د هېواد په تاريخ کښې بې مثاله دے. د ريسکيو آپرېشنونو وروسته د خلقو سره د مرستې او تاوان ورکولو کار هم ډېر ښه وشو، او دا د صوبې د ښه حکومتدارۍ ښکاره ثبوت دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي