نوښار کښې اندرور دبدنامۍ درازش فاش کيدو نه بچ کيدو لپاره خپله ورندار ژوندۍ سوزولې،پوليس

Jun 2, 2025 - 22:54
 0  42
نوښار کښې اندرور دبدنامۍ درازش فاش کيدو نه بچ کيدو لپاره خپله ورندار ژوندۍ سوزولې،پوليس

نوښار( وحدت خبريال)  دنوښار کينټ حدودو کښې  داتوو مياشتو دحاملې يوې زنانه  سوزيدلے مړے ترلاسه شوے دے چې دپوليسو ترمخه خپلې اندرور  دبدنامۍ دراز فاش کيدو له ويرې  دتشدد وروسته داشنا اؤ ورور سره  وژلې ده

 مقتوله تيره ورځ په پراسراره توګه بې درکه شوې وه. دپوليسو ترمخه  عظمى دطبي معائنې کولو لپاره دخپلې  اندرور سره دکور نه راوتلې وه خو وروسته دهغې موبائيل بند شوے اؤ ددې نه پس بې درکه شوې وه. دهغې دخاوند ياسين ترمخه دزنانه دلټون نه پس هم دهغې درک نۀ ؤ لګيدلے،  نن سحر دبابوخوړ علاقې نه دهغې سوزيدلے مړے ترلاسه شوے دے.  پوليسو لاش دپوسټ مارټم لپاره هسپتال ته منتقل کړے دے.  

 دنوښار کينټ مسلم ټاؤن د٢٥ کلنې عظمى ياسين دمبېنه بې درکۍ کيس ډراپ سين مخې ته راغلے دے،  ظالمې اندرور دبدنامۍ نه بچ کيدو لپاره داتوو مياشتو  حامله خپله ورندار په مبېنه توګه ژوندۍ سوزولې ده، دبدچلنۍ فارز په فاش کيدو داتوو مياشتو حامله ورندار ئې هغې دپوليسو ترمخه په مبېنه توګه  دمحرم تن اؤ ورور سره په شريکه دتشدد نه پس ژوندۍ سوزولې ده.

 عظمى  په خېټه دماشوم سره پحق رسيدلې ده، دهغې سوزيدلے مړے دنالۍ نه ترلاسه شوے دے. ملزمه اندرور حميرا تاج اؤ ليور ئې ثاقت جاويد دنوښار کينټ پوليسو ګرفتار کړيدي، دزاهد ولد فضل الرحمان نومې تن چې دمدينه کالونۍ اوسيدونکے دے، ګرفتارۍ لپاره ټيمونه تشکيل کړے شويدي

 سينئر سول جج جوډيشل بينش  ظالمان ملزمان ددوه ورځو په جسماني ريمانډ پوليس ته حواله کړيدي. دمقتولې عظمى سوزيدلے مړے دپوسټ مارټم اؤ ډي اين اے نمونې ليبارټرۍ   کے ايم سي  ته ليږلي دي. ډسټرکټ پوليس افسر  نوښار عبدالرشيد وئيلي دعظمى بې درکۍ مقدمه کښې  پوليسو دعظمى اندرور حميرا تاج دتفتيش لپاره نيولې.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي