هرنائي اؤ کراچۍ کښې ددوه ښځو پشمول داتوو کسانو لاشونه برامد
دبلوچستان هرنائي اؤ دسندهـ کراچۍ ښار کښې داتوو کسانو مړي ترلاسه شوي دي چې پکښې دوه ښځې هم شامل دي.
دذريعو وينا ده چې بلوچستان کښې پۀ هرنائي کښې دغرايزې علاقې نه دڅلور کسانو لاشونه برامد شويدي، دذريعو وينا ده چې مقامي خلقو ته په غرايزه علاقه کښې څلور مړي ښکاره شويدي دکومو اطلاع چې ضلعي انتظاميې ته ورکړے شوې ده، دضلعي انتظاميې وينا ده چې ټول مړي دپيژندګلو اؤ ضروري کارروايۍ لپاره هرنائي هسپتال ته منتقل کړے شويدي.
بلخوا دکراچۍ مائي کلاچي روډ باندې مين هول نه دڅلورو کسانو لاشونه ترلاسه شويدي، پوليسو ئې تفتيش شروع کړے دے. مائي کلاچي روډ باندې دپهاټک سره نزدې مين هول نه په مجموعي توګه دڅلورو کسانو لاشونه ترلاسه شويدي چې پکښې دوه ښځې، يو سړے اؤ يو هلاک شامل دي، مړي هسپتال ته رسول شويدي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0