په کوهاټ کې د افغان کډوالو پنډغالي ناقانونه وګرځول شول

Oct 17, 2025 - 21:32
 0  2
په کوهاټ کې د افغان کډوالو پنډغالي ناقانونه وګرځول شول

کوهاټ ( نعمت الله خان ) د پاکستان کورنيو چارو وزارت په يو تازه امر کې ويلي، د کوهاټ او هنګو ولسواليو په ګډون خيبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو ټول پنډغالي ( کېمپونو) قانوني حيثيت لغوه کړی او افغان کډوالو ته ویل شوي خپل هېواد ته دې ستانه شي.

په دغه امر کې ويل شوي، د په کوهاټ او هنګو کې مېشت افغان کډوالو پنډ غاليو کې ټول تاسيسات چې افغان کډوالو لپاره جوړ شوي ول ضلعي چارواکي به يې په خپله ولکه کې واخلي.

د کوهاټ ضلعي چارواکو  افغان کډوالو مشرانو ته ويلي، بېرته خپل هېواد ته د تګ لپاره چمتوالی ونيسي.

خو په کوهاټ ولسوالۍ کې مېشته افغان کډوالو دريځ دی، دوی له لسيزو راهيسې دلته مېشت دي، په دومره بېړنيو حالاتو کې نشي کولای ستانه شي ځکه دلته يې کاروبارونه دي او اولادونه يې پر زدکړو بوخت دي.

بل لوري ته، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ( يو اېن اېچ سي ار ) له پاکستان حکومته په بيا- بيا غوښتي چې افغان کډوال دې له خپلې خوښې له مخې ستانه کړای شي په جبري توګه و نه لېږل شي.

د پاکستان حکومت بيا وايي، په خپل هېواد کې د امنيت ټينګښت په پار له هېواده ټول نا قانونه مېشته بهرنيانو د اېستلو درېيم پړاو پيل کړی چې افغان کډوال هم د دغه پلان برخه دي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي