د ترهه ګرۍ په ضد به اوږدمهاله پالېسي جوړول وي، وزيراعلى

Nov 12, 2025 - 21:24
Nov 12, 2025 - 21:24
 0  5
د ترهه ګرۍ په ضد به اوږدمهاله  پالېسي جوړول وي، وزيراعلى

 پېښور ( وحدت خبر)د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰي سهيل افريدي په صوبائي اسمبلۍ کښې  ګرينډ امن جرګې ته په وينا کښې وئيلي دي چې  خېبرپښتونخوا دتيرو دوه لسيزو راهسې ددهشت ګردۍ  دلعنت ښکار ده اؤ اوس وخت راغلے دے چې  ددې ناسور يو پائيداره، جامع اؤ مستقل حل راوويستلے شي، جرګه کښې  دصوبائي اسمبلۍ سپيکر،  دخېبرپښتونخوا ګورنر، اپوزيشن ليډر، ډپټي سپيکر، صوبائي صدر پي ټي ائي جنيد اکبر،  دمختلفو سياسي جماعتونو مشرانو،  علماؤ، صحافي ورورولۍ اؤ دهر مکتبه فکر سره تعلق لرونکو نمائندګانو ګډون کړے دے. وزيراعلى ووئيل چې  دنن دا کوشش دټولو سياسي جماعتونو، ټولو طبقاتو اؤ اسټيک هولډرز مشترکه کاوش دے، دۀ ووئيل زمونږ سياست مختلف کيدے شي خو دامن لاره  مشترکه مقصد دے. کله چې ترهه ګره حمله کيږي نو هغه نۀ  کوم جماعت ګوري اؤ نۀ هم کوم مکتبه فکر، نو ځکه مونږ ته به په متحد کيدو سره يو داسې پاليسي جوړول وي چې دټولو لپاره قابل قبول اؤ اوږدمهاله وي. مونږ غواړو چې اوس په پاليسۍ کښې حقيقي بدلون راشي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي