دسهيل افريدي دونو په پرې کولو دفوجداري مقدمو درج کولو حکم
پېښور( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا وزيراعلى سهيل افريدي دونو په پرې کولو دفوجداري مقدمو درج کولو حکم کړے دے، دغيرقانوني ښکار خلاف همدکوټلي کريک ډاؤن احکامات جاري کړے شويدي، وزيراعلى وئيلي دي چې دټمبر مافيا لوټ مار به نۀ زغمل کيږي، وزيراعلى ته په بريفنګ کښې وئيل شويدي چې په پېښور کښې دسموګ لويه وجه دګاډو لوګي دي،٧ کلونو کښې ٢٤٢٧٨٢ کيوبک فټ لرګي ضبط کړے شويدي. وزيراعلى سهيل افريد په ټوله صوبه کښې دونو غيرقانوني کټايۍ خلاف دزيروټالرنس پاليسۍ خپلولو اؤ ټمبر مافيا خلاف دسختې کارروايۍ حکم کړے دے ، دۀ وئيلي دي چې ځنګلونه دقام امانت دے اؤ لوټ مار به ئې نۀ برداشت کيږي، دۀ ووئيل چې دونو غيرقانوني کټايۍ کښې دککړو عناصرو خلاف به فوجداري مقدمې درج کيږي، وزيراعلى دمحکمې چارواکو ته دنورو ځنګلونو لګولو لپاره دعلاقو دنشاندهۍ هدايت هم کړے دے، وزيراعلى سيکرټريټ کښې دماحولياتي بدلون ، ځنګلونو اؤ ځنګلي حيات محکمې ديو اهم اجلاس صدارت کولو په دوران دغيرقانوني ښکار خلاف هم دکوتلي کريک ډاؤن حکم کړے دے اؤ ،ئيلي ئې دي چې غيرقانوني ښکار اؤ دځنګلي حيات تجارت کښې ککړ کسان به فوري ګرفتار اؤ په ضد به ئې سخته کارروائي کولے شي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0