دباجوړ چاؤدنې مقدمه درج، داوو ترهه ګرو نشاندهي، دګورنر دايل ار ايچ دوره

Jul 3, 2025 - 17:02
 0  0
دباجوړ چاؤدنې مقدمه درج، داوو ترهه ګرو نشاندهي، دګورنر دايل ار ايچ دوره

 دقبائيلي ضلعې باجوړ دچاؤدنې ايف ائي ار په سي ټي ډي تاڼه کښې درج کړے شوے دے اؤ په پېښه سي ټي ډي رپورټ تيار کړے دے، په رپورټ کښې وئيل شوي دي چې دچاؤدنې دځائے نه  دموټرسائيکل پرزې، بارودي مواد اؤ اي اي ډي ټکړې ترلاسه شويدي، رپورټ کښې وئيل شويدي چې په پېښه کښې دککړو اوو ترهه ګرو نشاندهي شوې ده.

 بلخوا دخېبرپښتونخوا ګورن فيصل کريم کنډي  دليډي ريډنګ هسپتال دوره کړې ده اؤ دباجوړ دچاؤدنې دژوبل شوو کسانو پوښتنه ئې کړې ده،  په دې موقعه خپلو خبرو کښې ګورنر ووئيل چې  زخميانو ته دې دعلاج بهترين سهولتونه ورکړے شي.تيره ورځ  دباجوړ دخار تحصيل صديق اباد پهاټک سره نزدې  په بمي چاؤدنه کښې  دناوګۍ داسسټنټ کمشنر پشمول پينځه کسان شهيدان شوي او يوولس ژوبل شوي وو.

 

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي