خېبرپښتونخوا، څلورو مياشتو کښې ١١٦ ميرمنې قتل،رپورټ

خېبرپښتونخوا کښې دروان کال په ابتدائي څلورو مياشتو کښې ١١٦ ميرمنې قتل کړے شويدي، په دې اړه دپوليسو له لوري رپورټ جاري کړے شوے دے.
په رپورټ کښې وئيل شويدي چې دڅلورو مياشتو په دوران ١٦ زنانه ؤ دقتلولو پشا کورنۍ جګړې، پخوانۍ دشمنۍ او نورې تنازعې دي.
دپوليس رپورټ ترمخه په خېبرپښتونخوا کښې دجنورۍ نه اپريل ٢٠٢٥م پورې ١١٦ زنانه قتل کړے شويدي، دزنانه ؤ په قتل کښې ککړ ١٤٧ ملزمان نيول شويدي.
درپورټ ترمخه مردان ډويژن کښې ترټولو زياتې ٤٠ زنانه قتل کړے شويدي، ملاکنډ ډويژن کښې ٢٩، پېښور کښيې ١٩، په بنو کښې ١٣، هزاره کښې اتۀ اؤ په کوهاټډويژن کښې اووۀ زنانه قتل کړے شويدي.
دخېبرپښتونخوا ائي جي ذوالفقار حميد په دې اړه وئيلي دي چې دصنف نازک دتحفظ لپاره خصوصي اقدامات پورته کولے شي، دتاڼو په کچه وومن ډيسک جوړ کړے شويدي ترڅو زنانه په اسانۍ سره خپل شکايتونه درج کړے شي.
دائي جي پي وينا ده چې په پښتنه ټولنه کښې زنانه ؤ ته دمور، خور اؤ لور په شکل کښې عزت ورکولے شي اؤ ددوي دتحفظ لپاره نۀ صرف پاليسي اقدامات بلکې عملي اقدامات هم کولے شي.
What's Your Reaction?






