دقبائيلي ضلعو دفوري مالي انضمام ضرورت دے،شفيع جان
اسلام اباد( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا دوزيراعلى داطلاعاتنو اؤ تعلقات عامه خصوصي مرستيال شفيع جان پاکستان پاپوليشن سمټ کښې شرکت کړے اؤ اؤ مباحثې ته ئې وينا کړې ده، شفيع جان دضم شوو ضلعو مکمل مالي انضمام فوري ضرورت په ډغاګه کړے اؤ وئيلي ئې دي چې دبهتره حکمرانۍ، خدماتو فراهمۍ اؤ سيمه کښې دپائيداره استحکام لپاره به دا ذمه واري پوره کول وي، دۀ ووئيل چې دپخوانۍ فاټا په ٢٠١٨م کښې په خېبرپښتونخوا کښې انضمام يو تاريخي قدم ؤ، خو مالي انضمام تر دې مهاله نۀ دے مکمل شوے چې ددې په وجه دترقياتي اؤ دې ضلعو دابادۍ دخيرښيګړې په حواله خلا موجوده ده، دۀ ووئيل چې دضم شوو ضلعو خلقو بهتر خدمت لپاره ددوي دمالي حقونو ضمانت ضروري دے، کۀ هر څو صوبه دا ذمه وارۍ د٢٠١٨م راهسې پخپلو وسائيلو سره پوره کوي خو ناکافي دي، شفيع جان ووئيل چې دانضمام نه وړاندې دا ضلعې داوږدې مودې پورې نظرانداز، غيرمنظم اؤ دبدامنۍ ښکار وې چې اثرات ئې نن هم موجود دي. دۀ ووئيل ددې ځائے خلقو څو واره کورونه پريښي، نن هم ځينې خاندانونه په کيمپونو کښې اوسيږي اؤ دخپل ژوند دباره جوړولو کوشش کوي، په داسې حال کښې دوي ته دخصوصي توجو اؤ مستقل سرمايه کارۍ ضرورت دے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0