خېبرپښتونخوا کښې دامن ومان بحالي دصوبائي حکومت ذمه واري ده، افتاب شيرپاؤ
پېښور( وحدت خبر) دقومي وطن پارټۍ مشر افتاب احمدخان شيرپاؤ وئيلي دي چې خېبرپښتونخوا کښې دامن ومان بحالي دصوبائي حکومت ذمه واري ده، افتاب شيرپاؤ په پېښور کښې دامن جرګې په موقعه ميډيا سره دخبرو په دوران ووئيل چې صوبائي حکومت ته په حالاتو کښې دبهترۍ لپاره دسياست نه بالاتر دوفاق سره په شريکه کار کول پکار دي، دۀ ووئيل چې دصوبې دحقونو لپاره به هميشه غږ پورته کوو. وروسته هغه امن جرګه کښې شرکت کړے اؤ دوزيراعلى پشمول ئې مختلفو سياسي جماعتونو استازو سره ليدنې کړيدي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0