دانتهائي مطلوبو ١٣٥١ ترهه ګرو داثاثو ضبط کولو فيصله

Sep 29, 2025 - 21:17
 0  0
دانتهائي مطلوبو ١٣٥١ ترهه ګرو داثاثو ضبط کولو فيصله

دانتهائي مطلوبو ١٣٥١ ترهه ګرو داثاثو ضبط کولو فيصله شوې ده،  دميډيا رپورټ ترمخه    دپېښور پشمول په ټوله صوبه کښې دترهه ګرۍ پېښو کښې  دمطلوبو ترهه ګرو دسرونو قيمتونه ټاکل شويدي،  دوزيرستان د١٢٩، پېښور د١٨٥ اؤ بنو پشمول دمختلفو ضلعو دترهه ګرو اثاثو تفصيلات ليږل شوي دي  دنيشنل ايکشن پلان ترمخه په ترهه ګرۍ کښې  دپټو مطلوبو ديارلس سوه يو پنځوس ترهه ګرو داثاثو دضبط کولو عمل تيز کړے شوے دے. په ابتدائي مرحله کښې ددوه ، دوه مياشتو په دوران نيشنل ايکشن پلان لاندې شپږ سوه شپږ اويا ترهه ګرو چې دسرونو قيمت ئې مقرر کړے شوے ؤ، ددوي اثاثې  دپېښور پشمول په ټوله صوبه اؤ قبائيلي سيمو کښې ضبط کړے شويدي. په مختلفو وارداتونو کښې  دمطلوبو ديارلس سوه يو پنځوس ترهه ګرو دسرونو قيمت څلور اربه اؤ پينځلس کروړه روپۍ مقرر کړے شوے دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي