دجنرل سيد عاصم منير دفضائيې دهيډکوارټرز دوره،دهندي جارحيت په ناکامولو ستائينه

May 8, 2025 - 17:15
May 8, 2025 - 17:16
 0  2
دجنرل سيد عاصم منير دفضائيې دهيډکوارټرز دوره،دهندي جارحيت په ناکامولو ستائينه
Photo Source/Radio Pakistan

 د پاکستاني  فوج  سرلښکر جنرل سيد عاصم منير  ائير هېډکوارټرز دوره  کړې ده چرته چې  دفضائيې مشر    مارشل ظهير احمد بابر سدهو د هغه هرکلے  کړے دے.

د ائي اېس پي ار له لوري دې لړ کښې دجاري کړے شوي بيان ترمخه ارمي چيف   جنرل سيد عاصم منير چيف اف ايئر سټاف او ايئر فورس له د هندي ځواکونو له خوا د جارحيت ناوړه منصوبه په سمدستي توګه پۀ ناکامه کولو   هغه ته پېرزوئنې وړاندې کړيدي.

  جنرل سيد عاصم منير يو ځل بيا د دښمن   دطيارو  په رانسکورولو د ايئر فورس ستائنه وکړه.

  دفوځ مشر د درې واړو  وسله والو فوځونو ترمينځه د  غوره مرستې هم ستائينه کړې ده.

د  ليدنې پر وخت   دا عزم تکرار کړے شوے چې چا له به هم د پاکستان د جغرافيائي سلامتيا خلاف ورزي کولو اجازه ورنۀ کړے شي  اؤ څوک چې هم  دغسې  کوشش وکړي کوټلے جواب به ورکولے شي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي