بره چترال کښې دسړک نۀ مکمل کيدو خلاف داولس احتجاج

May 23, 2025 - 00:33
 0  1
بره چترال کښې دسړک نۀ مکمل کيدو خلاف داولس احتجاج

 دخېبرپښتونخوا په بره چترال کښې دبوني تاتار کهوروډ په مکمل کولو کښې په ځنډ دسيمې خلقو احتجاج کړے اؤ سړکونو ته راوتلي دي، داحتجاج په سب تورکهو روډ دهرقسمه ټريفک لپاره بند کړے شوے دے، مظاهرينو تحصيل تورکهو کښې مکمل شټر ډاؤن کړے دے.

  دمظاهرينو وينا ده چې په علاقه کښې  تعليمي ادارې بندې اؤ دوکانونه هم احتجاجاً بند کړے شويدي، په دې سړمک د٢٠١٠م نه کار روان دے.

 مظاهرينو وئيلي دي چې سي اينډ ډبليو په پينځلسو کلونو کښې ديرش کلو ميټره روډ مکمل نۀ کړے شو، دا ظلم دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي