پېښور کښې دايف سي په هيډکوارټرز دترهه ګرو حمله،دايف سي درې ځوانان شهيدان، دريواړه خودکش حمله کوونکي وژل شويدي

Nov 24, 2025 - 22:09
 0  1
پېښور کښې دايف سي په هيډکوارټرز دترهه ګرو حمله،دايف سي درې ځوانان شهيدان، دريواړه خودکش حمله کوونکي وژل شويدي

پېښور( وحدت خبر)  دپېښور په صدر سيمه کښې دايف سي په هيډکوارټرز دريوو خودش حمله کوونکو حمله کړې ده چې پکښې دايف سي درې ځوانان شهيدان شويدي،  دپوليسو وينا ده يو خودکش حمله کوونکي په ګيټ کښې ځان الوزولے اؤ دوه په ډزو وژل شويدي، په حمله کښې ١١ کسان ژوبل شوي هم دي چې پکښې دوه دايف سي اهلکار  دي.

دذريعو وينا ده چې  په حمله کښې  درې دايف سي اهلکار شهيدان اؤ ددوه اهلکارو پشمول  يوولس ژوبل شويدي، وژل شوي دريواړه ترهه ګر افغان  وګړي ختلي دي.

 دپېښور سي سي پي او ډاکټر ميا سعيد ميډيا سره په خبرو کښې تصديق کړے دے چې  په چاؤدنه کښې دايف سي درې اهلکار شهيدان شويدي، پوليس اؤ دايف سي کمانډوز  دانتهائي بهادرۍ مظاهره کړې ده اؤ په وخت جواب ورکولو سره ئې  حمله کوونکي وژلي دي.

ميا سعيد وئيلي دي چې دې خودکش حمله کوونکو  دفيډرل کانسټيبلري په هيډکوارټر حمله کړې ده، يو خودکش  ځان په مرکزي ګيټ کښې الوزولے دے اؤ دوه خودکش  حمله کوونکي دفيډرل کانسټيبلري هيډکوارټرز ته داخل شويدي،

ميا سعيد ووئيل  دفيډرل کانسټيبلري اهلکارو په دواړه حمله کوونکو ډزې کړيدي، دريواړه خودکش حمله کوونکي وژل شويدي، دفيډرل کانسټيبلري  ځوانانو په بهادرۍ سره خودکش حملې ناکامه کړيدي.

 ډپټي کمانډنټ ايف سي جاويد اقبال هم وئيلي چې دريواړه خودکش حمله کوونکي وژل شويدي، ځوانانو په بهادرۍ سره ددهشت ګردو مقابله کړې ده،

ائي جي ذوالفقار حميد وئيلي دي چې دوه  خودکش حمله کوونکو غوښتل چې دايف سي هيډکوارټر ته داخل شي، کوم چې اهلکارو  هم په ګيټ کښې وژلي دي، په دې دوران يو دهشت ګرد ځان الوزولے دے، پوليس دپېښې په ځائے کښې موجود دي. سيکورټي ذريعو وئيلي دي چې  وژل شوي ترهه ګر افغان وګړي وو، چې ترې وسله اؤ ګوله بارود هم برامد شويدي.

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي