دکشمير پشمول دټولو مسائيلو حل دخبرو اترو دلارې ممکن دے، پخوانے هندي ارمي چيف

پخواني بهارتي ارمي چيف دوزيراعظم نريندر مودي په جارحانه پاليسيو پوښتنه راولاړه کړې اؤ په سيمه کښې ئې دتاؤتريخوالي پځائے په سفارتي حل زور راوړے دے
پخواني ارمي چيف جنرل منوج نراونے په واضحه لفظونو کښې وئيلي دي چې دکشمير پشمول دټولو مسائيلو حل دخبرو اترو دلارې ممکن دے
پخوانے هندي ارمي چيف وئيلي دي چې جنګ کوم رومانوي تصور يا دبالي ووډ فلم نۀ دے بلکې تريخ اؤ سنګين حقيقت دے دکوم اثرات چې صرف دجنګ ميدان پورې محدود نۀ پاتې کيږي بلکې دقومونو په معيشت، معاشرت اؤ مستقبل هم ژور اثرات کوي.
دۀ په جنګ بندۍ سوالونه راپورته کوونکي غيرذمه وار ګرځولي اؤ وئيلي ئې دي چې ديو پيشه ور فوجي اولنۍ ترجيح هميشه دسفارتي کوششونو کامياب جوړول وي نۀ چې جنګي جنون ته هوا ورکول،
دۀ وئيلي دي هند ته پکار دي چې په سيمه کښې امن ته ترجيح ورکړي اؤ دتاوتريخوالي زياتولو پځائے دګاونډيانو سره دخبرو اترو لاره اختيار کړي.
What's Your Reaction?






