نوشکي: دتيلو ټينکر کښې داور لګيدو په سبب ژوبل شوي نور ٦ کسان هم مړۀ شويدي

پېښور: دبلوچستان په نوشکي علاقه کښې دتيلو وړونکي ټينکر کښِې دلګيدلي اور په نتيجه کښې ژوبل شوي نور شپږ کسان هم په کراچۍ کښې مړۀ شويدي. دبلوچستان حکومت ترجمان شاهد رند وئيلي په لياقت نيشنل هسپتال کښې پينځه کسان تيره شپه مړۀ شويدي اؤ شپږم نن دخالي په ورځ سحر خپل ژوند دلاسه ورکړے دے چې له دې وروسته دمړو شوو کسانو شمير ١٢و ته رسيدلے دے.
شاهد رند وئيلي دي چې دمړو منتقلۍ لپاره ايمبولينسونه روان کړے شويدي او دمرحومينو خاورو ته دسپارلو لپاره انتظامات روان دي، ترجمان وئيلي دي چې دبلوچستان حکومت دغمځپليو کورنيو سره ولاړ دے اؤ ژوبل شوو کسانو ته دغوره طبي سهولتونو ورکولو لپاره هر ممکن کوشش روان دے.
څو ورځې وړاندې دبلوچستان په نوشکي ضلع کشې دتيلو يو ټرک داډې سره نزدې چاوديدلے اؤ اور پرې لګيدلے، په پېښه کښې دټرک ډرائيور په موقعه مړ اؤ ګڼ کسان ژوبل شوي وو، ١٧ ژوبل شوي کسان دعلاج لپاره کراچۍ ته منتقل کړے شوي وو.
دتيلو وړونکي دغه ټرک کښې داور لګيدو وروسته خلق داور په وژلو کښې مصروف وو چې دټرک يو ټينک دچاؤدنې په سبب وشليدو، دپوليس چارواکو او عيني شاهدينو ترمخه په ټرک کښې اور په مشرقي علاقه کښې دويلډنګ په دوران لګيدلے ؤ.
What's Your Reaction?






