په اډياله جيل دډرون حملې اندېښنه، دګنډاپور عدالت ته دعمران خان درها کولو خواست

دخېبرپښتونخوا وزيراعلى سردار علي امين ګنډاپور په اسلام اباد هائيکورټ کښې يو درخواست جمع کړے دے چې پکښې دپخواني وزيراعظم عمران خان په پيرول درها کولو خواست شوے دے.
په درخواست کښې موقف اختيار کړے شوے دے چې دپاکستان او هند ترمينځ دروان تاوتريخوالي په تناظر کښې په اډياله جيل دډرون حملې ممکنه اندېښنې موجودې دي، نو ځکه دقومي يکجهتۍ او هم اهنګۍ په نظر کښې نيولو سره دې عمران خان په عارضي توګه په پيرول رها کړے شي.
عمران خان په اډياله جيل کښې قيد دے، عدالت ددې درخواستداوريدنې لپاره کومه نېټه تردې مهاله نۀ ده ټاکلې.
دپاکستان او هند ترمينځ په مقبوضه کشمير کښې دپهلګام حملې وروسته حالات سخت تاوژن دي، هند څو ورځې وړاندې په پاکستان حملې هم کړې وې چې پکښې ٣١ اولسي وګړي وژل شوي او ٥٧ نور ژوبل شوي وو، دهندي چارواکو له مخې پاکستان هم په هند ځوابي حملې کړي چې پکښې ١٦ اولسي وګړي او يو پوځي وژل شوے، دپاکستاني چارواکو دعوه ده چې پينځه هندي جنګي طيارې اؤ ٢٥ ډرونز ئې رانسکور کړيدي.
What's Your Reaction?






