خېبرپښتونخوا کښې درې کارروايۍ،5 ترهه ګر ووژل شول، 2ژوبل

May 3, 2025 - 13:53
 0  1
خېبرپښتونخوا کښې  درې کارروايۍ،5 ترهه ګر ووژل شول، 2ژوبل

پينډۍ: په خېبرپښتونخوا کې امنيتي ځواکونو دترهه ګرو په ضد درې مختلف انټلي جنس بيسډ اپريشنې  کړيدي چې پکې پينځه ترهه ګر وژل شوي او دوه نور نيول شويدي.

 دپاک پوځ دعامه اړيکو څانګې ( ائي ايس پي ار)  ترمخه  په اپريشن کښې هائي ويليو ټارګټ( ترټولو خطرناک) ترهه ګر فريدالله وژل شوى دى، چې په ګڼو سنګينو پېښو کښې ککړ و، امنيتي ځواکونو په مهمندو کښې هم اپريشن کړے دے چې پکښې دترهه ګرو ګڼې ځالې  تباه کړے شويدي.

دبيان ترمخه  په سيمه کښې د امنيتي ځواکونو له لوري دترهه ګرو دخاتمې لپاره عمليات دوام ولري ترڅو دغلته امن پځائے کړے شي.

  په دې وروستيو کښې  په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کښې دتشدد په پېښو کښې   اضافه راغلې ده.

 دپاکستان حکومت  وائي ترهه ګر دپولې پورې غاړې افغانستان کښې موجودو خپلو خوندي ځالو نه په پاکستان  حملې  کوي، حکومت څو کرته له افغان طالبانو ددغسې  حملو دمخنيوي غوښتنه کړې خو افغان طالبان بيا په افغانستان کښې دټي ټي پي ډلې دجنګياليو دموجودګۍ نه انکار کوي.

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي