په کوهاټ کې مېشت ګڼو افغان کډوالو سېمکارټونه بند شوي

Oct 24, 2025 - 16:57
Oct 24, 2025 - 16:58
 0  2
په کوهاټ کې مېشت ګڼو افغان کډوالو سېمکارټونه بند شوي

کوهاټ ( نعمت الله خان )

په کوهاټ ولسوالۍ مېشت افغان کډوال وايي، د پاکستان مخابراتي اداره (  پي ټي اې ) لخوا يې د موبايل سېمکارټونه تړل شوي، چې له يې کبله کډوال په ورځني ژوند چارو کې له ستونزو سره مخ دي.

دغه کډوال زياتوته ، چې د يو فون ، جاز او ټلي نار نومې د موبايلو شبکو هغه سېمکارټونه يې تړل چې دوی ته په پروف اف رجسټرېشن ( پي او ار ) او افغان سېټزن کارت ( اې سي سي ) باندې پرانېستل شوي ول.

د دغو کډوالو په خبره، چې د سېمکارټونو په تړل کېدو سره دې دوی کاروبار او له خپلو خپلوانو سره په اړيکه نيولو کې له ستونزو سره مخ شوي.

کډوال دا هم وايي، چې اوس د پاکستان حکومت هغه ټولې اسانتياوې ورڅخه بېرته اخېستل کېږې کومې چې افغان کډوالو ته ورکړل شوې وې.

ياده دې وي، د پاکستان مخابراتي ادارې افغان کډوالو ته د يو پيغام له لارې خبرداری ورکړی و چې د کډوالو په پېژند پاڼو پرانستل شوي سېمکارټونه به يې ژر وتړل شي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي