په شعلے فلم کښې دجيلر کردار ادا کوونکے عظيم مزاحيه اداکاراسراني مړ شو
دبالي ووډ ليجنډري اداکار اسراني، چې په سُپر هټ فلم شعله کښې ئې دجيلر يادګار کردار ادا کړے ؤ، اؤ ددې په وجه تر ننه دمينه والو په زړونو کښې ژوندے ؤ، د٨٣ؤ کلونو په عمر کښې مړ شوے دے.
دبهارتي ميډيا ترمخه هغه دڅو مياشتو راهسې بيمار ؤ اؤ دممبۍ په هسپتال کشې دعلاج په دوران ئې ساه ورکړې ده.
د اسراني دمرګ خبر دبهارتي فلم انډسټرۍ پشمول په ټوله نړۍ کښې موجود دهغه په لکونو مينه وال غمژن کړيدي.
دبالي ووډ ستورو اؤ هدايت کارانو دهغه مرګ نۀ راسرکيدونکے نقصان ګرځولے اؤ دهغه فن، شخصيت اؤ مزاحيه اداکارۍ ته ئې دعقيدت پيرزوئينې وړاندې کړيدي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0