شاهين شاه افريدے دقومي ون ډے ټيم کپتان مقرر

Oct 20, 2025 - 22:36
 0  2
شاهين شاه افريدے دقومي ون ډے ټيم کپتان مقرر

دپاکستان فاسټ بولر شاهين شاه افريدے دقومي ون ډے ټيم کپتان مقرر کړے شوے دےو دذريعو وينا ده چې شاهين شاه افريدي دجنوبي افريقې خلاف درې ون ډے  انټرنيشنل ميچونو کښې  دټيم قيادت  کوي، ون ډے سيريز  به دڅلورم نه اتم نومبر پورې فيصل اباد اقبال اسټيډيم کښې لوبولے شي. دشاهين شاه افريدي دتقررۍ فيصله په اسلام اباد کښې ترسره شوي اجلاس کښې شوې ده، اجلاس کښې هيډ کوچ مائيک هيسن، ډائريکټر هائي پرفارمنس عاقب  جاويد اؤ سليکشن کميټۍ غړو ګډون کړے دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي