هري پور، ټريفکي پېښه کښې پينځه زنانه مړې شوې
دخېبرپښتونخوا په هري پور ضلع کښې دوادۀ په دستوره کښې دشرکت لپاره روان دجنجيانو نه ډک کوسټر دبريک فيل کيدو په وجه دغر نه لاندې پريوتے دے چې په نتيجه کښې ديوې کم عمره ماشومې ترڅنګ پينځه زنانه مړې شوې شويدي، پېښه کښې ژوبل شوي ٤٥ کسان هسپتال ته منتقل کړے شويدي. دريسکيو١١٢٢ ترمخه دحادثې داطلاع په ترلاسه کيدو څلور ايمبولينسې اؤ يو ريسکيو وهيکل دپېښې ځائے ته رسيدلے، لاشونه اؤ ژوبل شوي کسان ټراما سنټر هري پور ته منتقل کړے شويدي، دوه سخت ژوبل شوي کسان په تشويشناک حالت کښې ايبټ اباد ته روان کړے شويدي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0