افغان کډوال له هېواده په ټېلې ورکولو سره نه اېستل کېږي: وزير اعلی سهيل اپرېدی
کوهاټ ( نعمت الله خان )
د خير پښتونخوا نوی ټاکل شوی وزير اعلی سهېل اپرېدي ايالتي اسمبلۍ ته پخپله لومړۍ وينا کې ويلي، افغان کډوال د مرکزي حکومت لخوا د اېستلو پرېکړې له کبله د په ټېلې ورکولو سره له هېواده نه اېستل کېږي.
افغان کډوال دلته زېږدلي، لوی شوی او روزګار لري بايد چې ورته يوه بشر دوستانه تګلاره جوړه کړل شي.
ده زياته کړه چې، کډوالو لپاره مرکزي حکومت يوه منظمه او روښانه پاليسي جوړه کړي چې افغان کډوال په ښه توګه خپل هېواد ته ستانه کړای شي.
ښاغلي په خپله وينا کې پر دې هم ټینګار وکړ چې، مرکزي حکومت د ګوندي هېواد افغانستان لپاره بهرنۍ تګلاره کې د دوی حکومت او د خېبر پښتونخوا ولسي مشران هم شامل کړي ځکه چې دا به د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښه ګاونډيتوب مثبته فضا رامنځته کړي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0