نوښار، مبېنه اشتهاري دپوليسو لخوا ووژل شو
نوښار( سيد نديم مشواني) دنوښار اکوړه خټک علاقې سرياخيل کښې مبېنه پوليس مقابله کښې اشتهاري ښاد علي عرف ښادوګے وژل شوے دے، دوژل شوي تن وارثانو جي ټي روډ دټريفک لپاره احتجاجاً تړلے دے، مظاهرينو دهغه لاش په سړک ايښودے اؤ احتجاج ئې کړے دے
دوژل شوي ښاد علي عرف ښادوګي دوارثانو الزام دے چې دپوليس اؤ وژل شوي ملزم ترمينځ هيڅ مقابله نۀ ده شوې بلکې دکور دخلقو مخې ته پوليسو هغه په ډزو ويشتلے اؤ وژلے دے، دوي غوښتنه کړې ده چې دپېښې دې شفاف عدالتي تحقيقات وکړے شي. بلخوا داکوړه خټک پوليس ترمخه دوژل شوي ملزم خلاف دنيم درځن نه زياتې مقدمې درج دي چې پکښې هغه مطلوب ؤ. وژل شوي ملزم دمسجد په لوډ سپيکر پوليس ايس ايچ او ته دهمکي ورکړې وه کومه چې په سوشل ميډيا وائرل شوې وه. دوژل شوي ملزم دپلار وينا ده چې دډسټرکټ پوليس افسر نوښار عبدالرشيد سره دملاقات نه پس ټولې معاملې حل شوې وې، مقامي ديني عالم هم دپوليسو سره راضي نامه کړې وه. دوژل شوي تن دوارثانو ترمخه مقتول په جعلي پوليس مقابله کښې وژل شوے دے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0