دملک قومي سلامتۍ ته سختې خطرې پېښې دي، مولانا سيد يوسف شاه

Oct 6, 2025 - 21:44
 0  41
دملک قومي سلامتۍ ته سختې خطرې پېښې دي، مولانا سيد يوسف شاه

  نوښار( وحدت خبريال) د جمعيت علماء اسلام (س) جنرل سېکرټري مولانا سيد يوسف شاه وئيلي دي چې د پاکستان د داخلي او خارجي پاليسيو کمزوري او ناپيوستون د  ملک د ملي امنيت لپاره سختې خطرې  رامنځته کړي دي.  دۀ وئيلي دي چې  امريکا   د بګرام  نه د وتلو زخمونه  څټي، خو مونږ د دښمن ته روښانه پيغام ورکوو چې د پاکستان يو اينچ هم چا ته نه ورکول کېږي.  مولانا سيد يوسف ووئيل چې په دې  ملک کښې ائين او قانون له منځه تللے دے. مولانا شهيد سميع الحق چې په اسلام آباد بحريه ټاؤن کښې  قتل شوے، د ده قاتلان نه دي پېژندل شوي او نه مو د سيسيټيوي فوټیج ترلاسه کړی. ده زياته کړه چې په دې  ملک کښې د انقلاب  نه بغير بله هېڅ لاره نشته.  د خلقو  په طاقت سره   په دې  ملک کښې انقلاب راتللے شي. تاسو ولېدله چې د بنګله دیش او نيپال خلق راوتلي، خپل حق ئې  اخیستے او واکمنان ئې له هېواده شړلي. او د کشمیر خلق هم راوتلي، په زور سره ئې خپل حق له واکمنانو اخیستے دے.  هغه د پاک سیډز اکوړه خټک سنټر او ضلعي اتحاديه خبريال الیکټرونک او پرنټ ميډيا  نوښار مرکزي دفتر د پرانيستنې په مراسمو کښې وينا کوله او بيا ئې  له ميډيا سره خبرې وکړلې. مولانا سيد يوسف شاه ووئيل چې جمعيت علماء اسلام تل د هېواد د نظرياتي او جغرافيائي سرحدونو د ساتنې لپاره په  وړومبۍ ليکه کښې ولاړ دے.

What's Your Reaction?

Like Like 2
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي