شکار پور کښې ټرک اودۀ مزدوران وچقول،7 مړۀ

Oct 4, 2025 - 16:12
 0  2
شکار پور کښې ټرک  اودۀ مزدوران وچقول،7 مړۀ

 شکار پور کښې قومي سړک بائي پاس باندې تېز رفتار ټرک د سړک غاړه ويده مزدوران چقولي دي چې له امله يې 7 تنه په ځائے وژل شوي او 6 نور ټپيان شوي دي.   پوليس وائي دا د افسوس وړ پېښه هغه وخت رامنځته شوه، کله چې له سبزيو ډک ټرک ناڅاپه بې کنټروله شو او د سړک غاړه پۀ اودو مزدورانو ته  وروختو د پېښې خبر ترلاسه کېدو سره سم، ريسکيو ډلې او پوليس موقعې ته ورسېدل، له کوم ځايه چې د مړو کسانو مړي او ټپيان زر تر زره سول روغتون شکارپور ته منتقل کړل شول، چرته چې ټپيانو ته طبي مرسته ورکول کېږي. پوليس چارواکي وايي چې د ابتدايي پلټنو له مخې دا حادثه د تېز رفتارۍ له امله شوې ده. ټرک پوليسو قبضه کې اخيستي او د ډرائيور تلاش روان دي. پوليس وايي چې د مکملو تحقيقاتو وروسته به د پېښې د اصلي وجې په اړه فيصله وشي. بل لور ته، د سندھ وزيراعليٰ مراد علي شاه د شکارپور د پېښې له امله د مزدورانو په مرګ د افسوس اظهار کړي او ويلي ئې دي چې ټپيانو ته دې غوره طبي امداد ورکړل شي. هغه د سکھر کمشنر ته هدايت کړے چې د متاثره کورنيو هر ډول مرسته دې وشي. وزيراعليٰ د تېز رفتارۍ ذمه وار ډرائيور او د ټرک مالک خلاف د قانوني کاروايۍ امر هم کړے دے. هغه د مړو شويو کسانو لپاره د درجې لوړولو دعا کړې او د هغوي کورنيو ته د صبر دعا هم کړې ده.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي