نيتن ياهو په دوحه دحملې له کبله دقطري وزيراعظم نه بخښنه وغوښته،رپورټ
واشنګټن( ميډيا رپورټ) سرچينو رويټرز خبري ادارې ته ويلي، چې د اسرائيلو وزيراعظم بنيامين نتن ياہو د ګل په ورځ له سپينې ماڼۍ څخه د قطر وزيراعظم نه په يوه ټيليفوني رابطه کښې په دوحه کښې د اسراييلي بريد له امله بخښنه وغوښته.
د نتن ياہو نزدې سرچينو له مخې، دا ټيلفوني اړيکه هغه وخت نيول شوې وه کله چې نتن ياہو په واشنګټن کښې د امريکا اولسمشر ډونلډ ټرمپ سره ملاقات کولو.
يوه بله سرچينه چې رويټرز ته ئې خبر ورکړے، ويلي ئې دي چې يوه قطري تخنيکي ډله هم په سپينه ماڼۍ کښې موجوده وه.
د خبري ادارې اے ايف پي له قوله، يو سفارتکار (چې نوم ئې نه دے څرګند شوے) ويلي چې نتن ياہو د ګل په ورځ د قطر له وزيراعظم شيخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره ټيلفوني اړيکه نيولې او په دوحه کښې ئې د حماس پۀ ضد د اسراييلي بريدونو له امله معذرت غوښتے. دا تماس هم له سپينې ماڼۍ څخه شوے و.
سفارتکار وئيلي چې نتن ياہو د ستمبر د بريدونو پۀ مهال د قطر د حاکميت د خلاف ورزۍ او د يو قطري امنيتي ساتونکي د وژل کېدو له امله خواشيني څرګنده کړه.
د اسرائيلو له خوا د ستمبر پۀ نهمه نېټه، په دوحه کښې د جنګي الوتکو په مرسته هڅه شوې وه چې د حماس د خبرو اترو ټيم په نخښه شي.
خو د حماس مشرتابه پۀ دې بريد کښې ژغورل شوے ؤ. پاکستان، امريکا، سعودي عرب او نورو ګڼو هېوادونو دا بريد په سختو ټکو وغنده.
له بريد وروسته، په دوحه کښې د عربو او اسلامي هېوادونو بيړنۍ غونډه وشوه، چې پکښې د اسراييلي بريد غندنه وشوه او دا ئې د سيمې د ثبات پۀ ضد يوه خطرناکه هڅه وبلله.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0