ايشيا کپ: دپاکستان او بنګله ديش ميچ دسيمي فائنل صورت خپل کړو
دايشيا کپ سپر فور مرحله کښې دپاکستان او بنګله ديش ميچ دسيمي فائنل صورت اختيار کړے دے.
دايشيا کپ سپر فور مرحله کښې هند تيره شپه بنګله ديش ته په ٤١ رنز سره ماتې ورکړې او فائنل ته رسيدلے دے.
ددوبۍ کرکټ اسټيډيم کښې لوبول شوي ميچ کښې دبنګله ديش ټيم په ٢٠م اوور کښې د١٦٩ رنز په تعاقب کښې ١٣٧ رنز جوړ کړيدي.
نن دزيارت په ورځ دپاکستان او بڼګله ديش ترمينځ ماښام ٧ بجې ترسره کيدونکي ميچ کښې چې کوم ټيم ګټه ترلاسه کړي هغه به په فائنل کښې دهند سره مخ کيږي.
سري لنکن ټيم ابتدائي دوه ميچونو کښې دشکست نه پس دوړاندې نه دايونټ نه بهر شوے دے، په ٢٦م ستمبر به دهند او سري لنکا ميچ يوازې رسمي کارروائي وي.
دايشيا کپ فائنل به په ٢٨م ستمبر لوبولے شي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0