جنوبي وزيرستان، سرکاري سکول په بارودي موادو تباه

Aug 11, 2025 - 15:04
 0  0
جنوبي وزيرستان، سرکاري سکول په بارودي موادو تباه

 په جنوبي وزيرستان  کښې شرپسندو  سرکاري سکول په بارودي موادو تباه کړے دے، دجنوبي وزيرستان برمل تحصيل علاقې کراباغ کښې  نامعلومو شرپسندو ګورنمنټ هائي سکول په بارودي  موادو سره الوزولے دے، دسرکاري ذريعو وينا ده چې  دچاؤدنې  په نتيجه کښې دسکول عمارت ته سخت نقصان رسيدلے دے چې ورسره ګڼې  کوټېاؤ چارديوالي تباه شوې ده، پېښه کښې مرګ ژوبله نۀ ده شوې. وانا اعرم ورسک شاهراه بآندې تګ راتګ هم سخت متاثره دے، په اوسنيو ورځو کښې ددهشت ګردو لخوا درې پلونه په بارودي موادو سره تباه کړے شويدي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي