دوزيراعلى په مشرۍ اجلاس، دپېښور دزوړشان بحالۍ لپاره اهمې فيصلې
پېښور( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا وزيراعلى محمد سهيل افريدي په شمرۍ کښې دري وائټلائزيشن اف پشاور ( پېښور) پلان په اړه يو اهم اجلاس په وزيراعلى سيکرټريټ پېښور کښې ترسره شوے دے چې پکښې دصوبائي دارالحکومت دمجموعي ښاري ډهانچې جديدو ليکو ته دسمولو، دبنيادي سهولتونو بهترۍ، تاريخي ورثې تحفظ اؤ دپېښور ديو ښکلي اؤ صفا ښار جوړولو لپاره داوږدمهاله اثراتو لرونکې فيصلې وشوې. په اجلاس کښې په ري وائيټلائزيشن پلان دموثره عمل درامد لپاره ديوې خصوصي کميټۍ جوړولو فيصله شوې ده، ټولو متعلقه ادارو ته دواضحه ټائم لائينز سره دپرمختګ يقيني کولو هدايت شوے دے. وزيراعلى محمد سهيل افريدي متعلقه چارواکو ته هدايت کړے دے چې سالډ ويسټ منيجمنټ، سيوريج، ډرينج اؤ واتر سپلائي نظام دې دجديدو تقاضو مطابق بهتر جوړ کړے شي اؤ په ښار کښې ارپن فارسټيشن ته وده ورکړے شي. دۀ والډ سټي اؤ هارټيکلچر اتهارټۍ دقيام تجويز سره اتفاق وکړو اؤ متعلقه چارواکو ته ئې دباقاعده هوم ورک شرونع کولو هدايت وکړو. وزيراعلى ووئيل چې پېښور دصوبې مخ دے اؤ ددې دښکلي جوړولو لپاره به هر ممکن کوشي کولے شي، دۀ ووئيل چې دپېښور اپ لفټ لپاره به ټول وسائيل په ترجيحي بنيادونو فراهم کولے شي. اجلاس ته دپلان په اړه بريفنګ ورکولو په دوران ووئيلے شول چې ري وائيټلائزيشن پلان لاندې ١٦٥ کلو ميټره اوږدو ٣٤ مرکزي شاهراه ګانو اپګريډيشن، اپ لفټنګ، جديد لائټنګ اؤ بيوټي فيکيشن کولے شي، ددې سره سره دنوو ذبح خانو تعمير، دنوو سبزي منډيانو جوړول، دبسونو داډو اپګريډيشن اؤ په نورو ښاري سهولتونو کښې دبهترۍ اقدامات هم دپلان برخه ده. دټريفک پخوانيو مسائيلو دحل لپاره به ورټيکلز پارکنګ، نوي انډرپاسونه اؤ فلائي اوورونه جوړولے شي، پير زکوړي فلائي اوور نه سوري پل اؤ امن چوک نه کارخانو پورې به دبجلۍ تارونه انډر ګراؤنډ کولے شي، بريفنګ کښې ووئيلے شول چې په ښار کښې به دموجودو پارکونو اپ لفټنګ کولے شي اؤ ددريائے کابل په غاړه به يو نوے تهيم پارک جوړولے شي.همدغه شان به حيات اباد انډسټريل اسټيټ نه نادرن بائي پاس لنک روډ اؤ ناصر باغ روډ نه ريګي ماډل ټاؤن پورې د مسنګ لنک تعمير هم په دې منصوبه کښې شامل دي، پيرزکوړي انټر سيکشن باندې دجديد طرز کلوورليف انټرچينج جوړولے شي، همدغه شان به په حيات اباد کښې د هائي ټيک چلډرن پارک جوړولو فيصله هم شوې ده، په بريفنګ کښې دا هم وئيل شويدي چې پېښور کښې موجودو تاريخي مقاماتو ګورګهټړۍ، سيټهي حويلي اؤ بي بي جان مزار شامل دي، دا به په اصل حالت کښې بحاولے شي، چوک يادګار کښې به اسټيټ اف دي ارټ فوډ اسټريټ جوړولے شي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0