يمن، داسرائيلو لپاره دجاسوسۍ په تور ١٧ کسان تيزندي

Nov 23, 2025 - 22:35
Nov 23, 2025 - 22:35
 0  5
يمن، داسرائيلو لپاره دجاسوسۍ په تور ١٧ کسان تيزندي

يمن( ميډيا رپورت)  ديمنو حوثيانو داسرائيلو اؤ دهغوي دمغربي اتحاديانو لپاره دجاسوسۍ کولو په تور اوولس کسان په ډزو سره وژلي دي. دالجزيره رپورټ ترمخه حوثي ميډيا ،ئيلي ديمن دارالحکومت صنعاء کښې قائم خصوصي فوجداري عدالت ١٧ؤ کسانو ته دمرګ سزا اورولې وه چې پرې امريکې، اسرائيلو اؤ دسعودي خفيه ادارو سره پيوست دجاسوسۍ نيټ ورک دننه قائم جاسوسي سيل پسې تړلې مقدمې  قائم وې، ديمن سرکاري خبري ادارې وئيلي عدالت اوولس کسانو ته دپهانسۍ سزا اورولې وه اؤ سردعام عمل درامد حکم ئې کړے ؤ. عدالت يوې زنانه اؤ سړي ته دلسو کلونو  دقيد سزا اورولې، يو تن دالزامونو نه بري کړے شوے ؤ. په ټرائيل کښې په مجموعي توګه شل کسان شامل وو. دمقامي ميډيا ترمخه پراسيکيوټر الزام لګولے ؤ چې يمن کښې موجودو دې کسانو ٢٠٢٤م اؤ ٢٠٢٥م په دوران دنورو ملکونو لپاره جاسوسي کوله، په دې کښې برطانيه هم شامل وه. داسرائيلو دخفيه ا يجنسۍ موساد انټلي جنس افسران ديادو کسانو سره ديمني وګړو دلارې په رابطه کښې وو اؤ ددوي داطلاعاتو په بنياد په ګڼو عسکري، سيکورټي اؤ اولسي مقاماتو حملې شوې وې چې په نتيجه کښې ئې په لسګونو اولسي وګړي شهيدان اؤ ګڼ عمارتونه تباه شوي وو.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي