اسلام اباد کښې دعدالت نه بهر خودکش حمله،12 شهيدان،36 ژوبل

Nov 11, 2025 - 22:13
 0  2
اسلام اباد کښې دعدالت نه بهر خودکش حمله،12 شهيدان،36 ژوبل

 داسلام اباد جي اليون کچهرۍ نه بهر  دبهارتي حمايت يافته اؤ افغان طالبانو پراکسي فتنة الخوارجو په خودکش چاؤدنه کښې ١٢ کسان شهيدان شوي اؤ 36 نور ژوبل شويدي. دذريعو وينا ده چې وفاقي دارالحکومت کښې دجي اليون کچهرۍ   مرکزي ګيټ سره نزدې خودکش چاؤدنه کښې  دژوبل شوو اوو کسانو حالت نازک ښودل کيږي  چې پکښې څلور پوليس اهلکار هم شامل دي. داسلام اباد ائي جي پوليس علي ناصر رضوي اؤ چيف کمشنر محمد علي رندهاوا پشمول نور اعلي چارواکي اؤ پوليس افسران دپېښې ځائے ته رسيدلي، داخله وزير  محسن نقوي هم دپېښې دځائے معائنه کړې ده اؤ وييلي ئې دي چې  افغانستان دې دشرپسندو مخه ونيسي ګنې مونږ به ئې بندوبست وکړو. دنهې په ورځ  خودکش بمبار داسلام اباد پوليسو د پيټرولنګ  سکواډ ګاډے په خښه کړے دے. دپمز هسپتال ترمخه  دچاؤدنې ٣٦ ژوبل شوي کسان هسپتال ته وروړل شويدي چې پکښې اتلس دطبي امداد نه پس فارغ کړے شويدي، دڅوارلسو ژوبل شوو کسانو حالت دخـطرې نه بهر دے، دوي وارډونو ته منتقل کړے شويدي.  دصدر، وزيراعظم، دفاع  اؤ داخله وزير پشمول  دمختلفو سياسي  اؤ مذهبي شخصياتو لخوا ددې حملې په سختو ټکو کښې غندنه شوې ده، بلخوا دامريکې اؤ برطانيې پشمول دمختلفو ملکونو لخوا هم داسلام اباد خودکش حملې  غندنه شوې ده.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي