شانګله کښې درې ټريفکي پېښو او دچت راپريوتو له امله شپږ تنه مړه،٢٤ ژوبل
شانګله( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا په شانګله ضلعه کښې درې ټريفکي پېښو او دچت راپريوتو له امله شپږ تنه مړه اؤ ٢٤ ژوبل شويدي، دريسکيو١١٢٢ ترجمان رسول خان شريف وينا ده چې وړومبۍ پېښه تيره شپه تحصيل اکانا علاقې نړيډلي کښې شوې ده چرته چې يو وړوکے جيپ ژورې کندې ته پريوتے دے چې له امله ئې دوه تنه مړۀ اؤ شپږ ژوبل شويدي. هغه وئيلي دي چې مقامي خلقو ژوبل کسان اؤ مړي رورل هيلتهـ سنتر کروړه ته منتقل کړيدي، ژوبل شوي کسان ضلعي هيډکوارټر هسپتال الپورۍ ته وړل شويدي، دريسکيو اهلکار ووئيل چې پېښه کښې شيرنواز اؤ يوه جينۍ پحق رسيدلې ده. همدغه شان دشيرنواز دجنازې په دوران دهغه دکور چت راپريوتے چې چې ورسره يوه بله سانحه شوې ده، دچت راپريوتو په پېښه کښې ١١ کسان ژوبل شويدي. دپينځه کسانو حالت تشويشناک دے، جنازه کښې شريک ټول کسان لاندې پريوتي دي. دچت راپريوتو په وجه په کور کښې زنانه اؤ ماشومان ژوبل شويدي، اخوا دچکيسر علاقې سرکول کښې په يوه پېښه کښې ددوه زنانه ؤ پشمول خلور کسان مړۀ اؤ اووۀ ژوبل شويد، ډنډائي پوليس اسټيشن يو اهلکار ډان ته وئيلي چې يو جيپ لرې پرتې علاقې تالون نه سرکول ته دتللو په دوران کندې ته پريوتے دے. ژوبل شوي اؤ مړي رول هيلتهـ سنټر تهاکوټ ته منتقل کړے شويدي. دمړو اؤ ژوبل شوو تعلق ديوې کورنۍ سره ښودل کيږي چې دچکيسر علاقې تالون اوسيدونکي دي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0