ټي ټي پي ډله دتيراه برقمبر خيل نه وتلو ته راضي

Nov 3, 2025 - 15:31
 0  2
ټي ټي پي ډله دتيراه برقمبر خيل نه وتلو ته راضي

کالعدم تحريک طالبان پاکستان د سيمه‌ ايزو مشرانو سره د خبرو وروسته منلې ده چې د تېراه وادۍ د بر قمبر خېل له سيمې نه به وځي۔ د رسنيو د راپورونو له مخې، د بر قمبر خېل د مشرانو يوې جرګې پرون د ټي ټي پي قوماندانانو سره ليدلي وو او هغوي ته يې د اګست ۴مې د تړون يادونه کړې وه۔ په دغه تړون کښې طالبانو ويلي وو چې خپل کورونه به د پوځ پۀ ضد د بريدونو يا بل  کوم  خراب  کار لپاره نه کاروي۔ مشرانو ويلي چې د پوځ او وسله‌والو جګړې له کبله خلق ډېر تکليف ويني، ځکه ځينې وسله‌وال لا هم د خلقو په کورونو کښې ناست دي او خلق زور وي چې له کورونو وځي۔

 طالبانو د اګست ۵مې په ورځ وعده کړې وه چې د خلقو نه به د پوځ پر ضد د انساني ډال په توګه کار نه اخلي۔

د بر قمبر خېل د قبيلې جرګې د طالبانو د تازه حملو او فعاليتونو خلاف سخت اعتراض کړے او ورته ويلي ئې دي چې تاسو وار وار د اګست ۵مې د سولې تړون ماتوئ۔

سرچينې وائي چې د ټي ټي پي مشرانو منلې ده چې د خلقو له کورونو نه به خپل ځايونه خالي کوي او له سيمې به وځي۔

مشرانو دا هم ويلي چې پوځ ته ئې  وئيلي  چې څو ورځې راهيسې لګول شوي کرفيو ختم کړي۔

ويل کېږي چې پوځ خلقو ته امر کړے و چې له کورونو وځي، ځکه هلته جګړه روانه وه او ډېرې کورنۍ خوندي ځايونو ته تللې وې۔

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي