وزيراعلى سهيل افريدي سره دامريکائي قونصل جنرل تهامس ايکرټ ملاقات

Dec 2, 2025 - 21:59
 0  1
وزيراعلى  سهيل افريدي سره دامريکائي قونصل جنرل تهامس ايکرټ ملاقات

پېښور( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا وزيراعلى  سهيل افريدي  سره  امريکائي  قونصل جنرل تهامس ايکرټ په وزيراعلى هاؤس کښې ملاقات کړے دے چې پکښې  دواړو لورو دخپل مينځي ترقۍ اؤ خوشحالۍ لپاره په مرسته خبرې کړيدي، وزيراعلى واضحه کړې ده چې  عوامي مفاد دصوبائي حکومت دټولو فيصلو بنياد دے، دنائن اليون نه پس دصورتحال حوالې ورکولو سره وزيراعلى ووئيل چې خېبرپښتونخوا ددهشتګردۍ خلاف په جنګ کښې ترټولو زيات نقصان پورته کړے دے اؤ اوس صوبائي حکومت د بنيادي ډهانچې  ترقۍ، اداره جاتي مضبوطۍ اؤ استعداد سازۍ ته کوټلې توجو کوي، دۀ ووئيل  حکومت دارزانې اؤ صفا توانايۍ فراهم کولو لاپره  وړو پن بجلي ګهرونو اؤ ډيمونو باندې په فعاله توګه کار کوي چې دغه شان کورنيو اؤ تجارتي صارفينو ته دارزانې بجلۍ فراهمي ممکن شي. امريکائي قونصل جنرل ووئيل چې  تجارتي سفارتکاري دامريکائي خارجه پاليسۍ بنيادي ستن ده.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي