په ايف سي هيډکوارټر حمله، حمله کوونکي افغان وګړي وو، دنادرا تصديق
پېښور( وحدت خبر) دپېښور پۀ په ايف سي هيډکوارټر حمله کوونکي افغان وګړي وو، دنادرا ددې خپرې تصديق کړے دے خو نادر ته دحمله کوونکو نور تفصيلات تر دې مهاله نۀ دي ترلاسه شوي، دچاؤدنې په اړه تراوسه دسلو نه زياتو مشکوکو کسانو نه تفتيش شويدے، دحمله کوونکو درحمان بابا قبرستان نه دفيډرل کانسټيبلري هيډکوارټرز پورې دورتګ فوټيج ترلاسه کړے شوے دے. دتفتيشي چارواکو ترمخه تفتيشي ټيم دسهولت کار پته لګوي، دحملې په ورځ دخودکش حمله کوونکو زير استعمال کوم موبائيل فون نۀ ؤ. په ٢٤م نومبر دپېښور په ايف سي هيډکوارټرز دريوو خودکشو حمله کړې وه چې پکښې دايف سي درې ځوانان شهيدان شوي وو، يو خودکش ځان الوزولے اؤ دوه په ډزو وژل شوي وو.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0