زما داسټيبلشمنټ سره دعمران خان درهايۍ په حواله کومه رابطه نۀ ده شوې
اسلام اباد( وحدت خبر) خېبرپښتونخوا وزيراعلى سهيل افريدي وئيلي دي چې زما داسټيبلشمنټ سره دعمران خان درهايۍ په حواله کومه رابطه نۀ ده شوې خو اميد دے چې عمران خان به ضرور رها کيږي، وفاقي حکومت دې دصوبې درې زره اربه روپۍ فوري ادا کړي چې دغه شان پوليس، صحت اؤ نورو اهمو څانګو کښې نوره بهتري راوستلے شي، اسلام اباد کښې ډيفنس کور سپونډنټس سره خبرو کښې وزيراعلى ووئيل چې وفاق ته دعوت ورکووم چې خېبرپښتونخوا کښې اډټ وکړي خو زمونږ واجبات دې هم ادا کړي، دۀ وئيل چې زمونږ درې زره اربه روپۍ وفاق ته ورکول دي خو زمونږ حق نه شي راکولے، وزيراعلى ووئيل چې سل ملينه روپۍ کليزې هم نۀ شي راکولے، دۀ حکومت نه غوښتنه وکړه چې دا ټولې پېسې دې ورکړے شي چې دغه شان ئې مونږ په قانون نافذونکو ادارو ولګوو. وزيراعلى دخېبرپښتونخوا پوليس دکارکردګۍ ستائينه وکړه اؤ وې وئيل چې دصوبې فورس ددهشت ګردو دمقابلې کولو مکمل صلاحيت لري، دۀ ووئيل چې دخېبرپښتونخوا پوليس په مکمله توګه اهل دي اؤ دهر شان چيلنج دمخنيوي صلاحيت لري، سهيل افريدي ووئيل چې ضم شوو ضلعو نه دپوليس بهرتيو لپاره په معيار کښې نرمي شوې ده، دپوليس پشمول سپيشل برانچ لپاره دجديدو الاتو خريدارۍ منظوري هم ورکړے شوې ده. سهيل افريدي ووئيل چې په صوبه کښې سيف سټي منصوبه جوړولے شي خو انټلي جنس زياتره دوفاق سره دے ځکه بهتر تعاون ضروري دے، دۀ ووئيل چې مونږ دوفاق په ځينو پاليسيو اعتراض لرو، ځينې پاليسۍ بدلول پکار دي خو دملک لپاره هر وخت مذاکرات زمونږ اصول دي. وزيراعلى واضحه کړه چې ددهشت ګردۍ په تناظر کښې دصوبې دافسرانو تعيناتي زياتره موثره وي اؤ موجوده ائي جي اؤ چيف سيکرټري بهترين کار کوي، دۀ خواهش څرګند کړے دے چې موجوده ائي جي خپل کار جاري وساتي، مونږ دپاکستان سره عشق کوو، پاکستان زمونږ ملک دے، زمونږ وفاداري پاکسان سره ده. دۀ ووئيل دفوج، قانون نافذونکو ادارو او سويلين شهيدانو کښې ئې کله هم فرق نۀ دے کړے اؤ په کرمه کښې دشهيد شوو ځوانانو په جنازو کښې ئې پخپله شرکت کړے دے. سهيل افريدي ووئيل چې ضم شوې ضلعې لا اوس په مالي توګه په صوبه کښې په مکمله توګه نۀ دي ضم شوي چې ددې په وجه ترقياتي کار متاثره کيږي، دۀ اعلان وکړو چې په خېبرپښتونخوا کښې به يو جديد فورينزک ليب جوړولے شي اؤ په دې راتلونکې خرچه به صوبائي حکومت پخپله پورته کوي. ددۀ وينا وه چې پارليمنټ اؤ دوفاقي حکومت پشمول ټولو ته دملک په خاطر پاليسي جوړول پکار دي، دهرې مسئلې حل په مذاکراتو کښې دے، زمونږ ليډر هميشه دمذاکراتو خبره کوي. دۀ ووئيل سي ټي ډي ډيرې قربانۍ ورکړيدي، زمونږ سره اوس هم دوسائيلو کمے دے، په ترقياتي فنډز کټ لګول کيږي اؤ سي ټي ډي اؤ پوليس ته فنډ ورکولے شي، دبلټ پروف ګاډو حصول کښې ډير وخت لګيږي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0