دکابل دطالبانو رجيم دې ددهشت ګردو پشي شا ملاتړ بند کړي، ددفاع وزير

Oct 31, 2025 - 21:56
 0  1
دکابل دطالبانو رجيم دې ددهشت ګردو پشي شا ملاتړ بند کړي، ددفاع وزير

ددفاع وزير خواجه اصف وئيلي دي چې  دکابل دطالبانو رجيم دې ددهشت ګردو پشي شا ملاتړ بند کړي، کابل ته به  په پاکستان کښې  دامن ضمانت ورکول وي. ميډيا سره په خبرو کښې ددفاع وزير  واضحه کړه چې  کۀ ټي ټي پي او کۀ بي ايل اے پاکستان کښې به دهشت ګردي  برداشت نۀ کړو. دۀ ووئيل چې  دافغانستان دخاورې نه دراندازي په مکمله توګه بنديدل پکار دي ځکه چې  په دهشت ګردۍ به پاکستان دخپل موقف نه نۀ پشا کيږي، ددفاع وزير ووئيل چې  ثالثان به زمونږ دمفاداتو مکمله څارنه کوي اؤ ددهشت ګردۍ  دمخنيوي نه بغير ددواړو ګاونډيانو په تعلقاتو کښې دبهترۍ ګنجائش نشته. خواجه اصف ووئيل چې  دخېبرپښتونخوا حکومت په ارام ارام دتنهايۍ ښکار کيږي، دپي ټي ائي خلق دخپلو سياسي مفاداتو خبره کوي  خو دا ملک دنيازي لاء لاندې نۀ شي چليدلے. ددفاع وزير ووئيل  دپخوانۍ فاټا خلق پوهيږي چې وفاقي حکومت مخلص دے، چرته چې ضرورت وي دطاقت کوټلے استعمال به کوو، مونږ ته ددې  خاورې دمفاد تحفظ کول دي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي