کوهاټ، کېښتۍ چپه کېدو په پېښه کې ۲ کسان لاهم بې د رکه دي

May 31, 2025 - 15:32
 0  9
کوهاټ، کېښتۍ چپه کېدو په پېښه کې ۲ کسان لاهم  بې د رکه دي

کوهاټ ( نعمت الله خان (د کوهاټ رېسکيو 1122  امدادي ادارې چارواکي وايي، پر 28 مې ډوبه شوې کښتۍ چې پکې نهه کسان سپاره ول او اووه يې ژغورل شوي او دوه پاتې کسان لا په دي موندل شوي.

 دريسکيو يو د ضلعي کچې مشر رسنيو ته ويلي، په څلورمه ورځ يې هم د لټون عمليات روان دي او هڅه کوي، چې هغه دوه نادرکه کسان له سيند اوبه څخه راوباسي کوم چې کېښتۍ چپه کېدو پرمهال ډوب شوي

 ريسکيو اهلکار زياتوي، د موندنې په عملياتو کې‌ ورسره د پيښور څخه هم لامبوزنو يوه ډله برخه اخلي او په ډېرو عصري وسایل کارولو سره عمليات مخ پر وړاندي روان دي خو لا هم نه دي بريالي شوي چې نادرکه کسان پيدا کړي.

د سر چينو له مخې په کېښتۍ کې سپاره کسانو د سيند په اوبو کې د سرو زرو لټون کاوه چې د پېښې ښکار وګرځېدل.

ويل کېږي، په دغه نادرکه کسانو کې يو د شاه زيب په نوم تن چې د کوهاټ اوسېدونکی دی او بل يو چې نوم يې څرګند نه دی د خيبر ولسوالۍ ښودل کېږي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي