دډرون حملو خلاف پېښور کښې دپي ټي ائي احتجاج
خېبرپښتونخوا کښې دډرون حملو خلاف دتحريک انصاف لخوا پېښور کښې احتجاج شوې دے چې پکښې حکومتي وزيرانو ، داسمبلۍ غړو اؤ دپارټۍ عهديدارانو ګډون کړے دے.
دتحريک انصاف غړو واضحه کړې ده چې دوي په خېبرپښتونخوا کښې په هيڅ صورت دډرون حملو منلو ته تيار نۀ دي، کۀ چرې دډرون مخه ونۀ نيول شوه نو دوي به ئې مخه نيسي.
دباني چئيرمين په هدايت دډرون حملو خلاف داحتجاج غږ شوے ؤ، دپېښور په هشنغرۍ کښې دتحريک انصاف لخوا احتجاج شوے دے چې پکښې صوبائي صدر جنيد اکبر، پخواني سپيکر اسد قيصر، دپېښور ريجن صدر عاطف خان، صوبائي وزيرانو احتشام علي، عبدالکريم تورډهير، مينا خان افريدي، عارف احمدزئي، پير مصور، ډسټرکټ صدر عرفان سليم، ارباب شيرعلي، کامران بنګش، فضل الهي، شاندانه ګلزار اؤ نورو ګډون کړے دے.
په دې موقعه پخپله وينا کښې وينا والو ووئيل چې ډرون حملو کښې بې ګناه خلق په نخښه کيږي، دا نۀ صرف دانساني حقونو خلاف ورزي ده بلکې دملکي سالميت خلاف هم دي، حکومت ته ددې نوټس اخستل پکار دي.
دوي ووئيل چې باني چئيرمين هميشه دډرون حملو مخالفت کړے اؤ ددې خلاف ئې په عالمي کچه غږ پورته کړےدے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0